پر يوټیوب د بيبيسي پښتو رسمي پاڼه. د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرونه او شخصي کیسې - ټولنیز، اقتصادي او هنري مسایل. وټساپ:00448000121010
BBC Pashto
د پاکستان جیولوژیکل سروې او د خیبر پښتونخوا د کانونو د چارو د ادارې له معلوماتو سره سم، خیبر پښتونخوا او پخوانۍ فاټا د معدني زېرمو بډایه سیمې بلل کېږي. www.bbc.com/pashto/articles/cr78pzpv49d6o
4 hours ago | [YT] | 34
View 1 reply
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسي توپ وهونکې صدیقالله اتل د زېمبابوې خلاف په روانه یو ورځنۍ سیالۍ کې سلیزه وکړه. هغه د زېمبابوې د لوبډلمشر سکندر رضا په توپ له سوځېدو مخکې له څه باندې ۹۲ سټرایک رېټ سره د ۸ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ ۱۰۲ منډې وکړې.له صدیقالله اتل سره د افغان لوبډلې ښي لاسي پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ د ۱۴۰ منډو نسبتآ اوږده ملګرتیا وکړه. ابراهیم په ۹۰ منډو وسوځېد.
6 hours ago | [YT] | 160
View 0 replies
په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ایمرجنسي او ګورنر راج (والي واکمنۍ) تر نافذېدو وروسته د صوبې د معدني زېرمو او د هغو د استخراج لپاره د ورکړل شويو زرګونو جوازونو او قراردادونو موضوع د تودو بحثونو مرکز ګرځېدلې ده. www.bbc.com/pashto/articles/cr78pzpv49d6o
6 hours ago | [YT] | 18
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، په تېرو څو کلونو کې د دغه هېواد ګڼ شمېر دولتي چارواکي کاناډا، امریکا او بریتانیا کې کوچېدلي او هلته یې دایمي استوګنه پیل کړې ده.د نوموړي په وینا، دوی له هېواده وتلو او بهر استوګنې ته د یوه منظم پلان له مخې داسې مهال چمتووالی نیولی، چې لا یې د پاکستان په حکومت کې دندې درلودې او ماموران وو.هغه دا موضوع پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي پیغام کې راپورته کړې ده.خواجه اصف لیکلي: "له دې څخه د دندې پر مهال هېواد او خپلو دندو ته د دوی ژمنتیا جاجېدای شي."د پاکستان دفاع وزیر وايي، د پاکستان د حکومتي مامورینو پام له څو کلونو پرتګال ته ور اوښتی په دې برخه کې چې د کومو کسانو نومونه مخ ته راځي، د ده په وینا هغوی "له کلونو راهیسې د حکومت د سترګو تور دي."خواجه اصف دا پوښتنه هم مطرح کړې چې ایا واقعآ د دندو پر مهال له هېواد سره د هغو کسانو ژمنتیا له هر ډول شک او شبهې پاکه پاتې شوې، چې د نوموړي په وینا "پر لوړو څوکیو ټاکل شوي وي، ولس کې له درناوي برخمن وي، په مشروع او نامشروع لارو یې د شتمنیو ټولو موکې موندلې وي او د سیاستوالو د سترګو تور وي؟"پاکستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د لوستو او مسلکي کسانو د وتلو (مغزونو فرار) له اړخه له ننګونو سره مخامخ بلل کېږي.د پاکستان د کډوالۍ او بهر کې د کار ادارې په حواله یوازې تېر ۲۰۲۵ کال له ۷۶۳ زرو ډېر پاکستاني وګړي له هېواده وتلي او بهر یې د کار زمېنه ترلاسه کړې ده.پاکستانۍ رسنۍ وايي، په تېرو درېیو کلونو کې دغه شمېر نږدې یو عشاریه ۹ میلیون کسانو ته رسېږي.له دې سره پر اقتصاد، روغتیا، پوهنې او نورو مهمو برخو باندې د لوستو او مسلکي کسانو د وتلو د بالقوه اغېزو په اړه بحثونه هم ډېر شوي دي.سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزې او د ښې راتلونکې لټه د دغو کسانو د وتلو عمده لاملونه بلل کېږي.
8 hours ago | [YT] | 21
برازیل له پیله پر لوبه بشپړ کنټرول درلود او د لوبې په لومړیو شېبو کې یې لومړی ګول وواهه. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ.bbc.in/4sbEvhx
9 hours ago | [YT] | 16
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له نوې مشرې رباب فاطمې سره د "افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا، د راستنېدونکو افغان کډوالو پر بشري اړتیاوو او د مرستو پر اغېزمن تنظیم خبرې" کړې دي.د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې "په دې برخه کې له سیاسي موضوعاتو څخه د اقتصادي فعالیتونو او بشري مرستو پر جلا ساتلو او د بشري اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ، د پراختیايي او زیربنايي پروژو د ملاتړ پر زیاتوالي ټینګار وشو."په بیان کې زیاته شوې چې همدا راز "د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راپورونو او ارزونو په تړاو، د کره او باوري معلوماتو پر کارولو، د واقعي وضعیت پر متوازن انعکاس او له اړوندو افغان ادارو سره د لازمې همغږۍ پر اهمیت هم تاکید وشو."د یادونې ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو څانګې وروستۍ درې میاشتنۍ راپور د طالبانو حکومت له نیوکو او انتقادونو سره مخامخ شوی دی. همدا تېره ورځ (یکشنبه د اکتوبر ۱۸مه) د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې یوې غونډې د وینا په یوه برخه کې پر یوناما غږ وکړ، چې د افغانستان په تړاو دې "عیني واقعیتونو" ته په کتو په "بې طرفه توګه" تحلیلي رپوټونه خپروي.هغه وویل دا عادلانه نه ده چې په دغو رپوټونو کې د افغانستان یا د دوی د حکومت امنیتي او اقتصادي لاسته راوړنې له پامه غورځول کېږي. ورمخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد هم له یوناما غوښتي وو، چې د یوه بېطرفه نړیوال بنسټ په توګه دې خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ ترسره کړي.هغه زیاته کړې وه، "د دې پرځای چې یوناما د یو بې پرې نهاد په توګه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نیږدې والي او ورسره د سوء تفاهمونو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، برعکس د یوې مغرضې ادارې په توګه د افغانستان په دننه کې د نظام پرخلاف په پروپاګند مصروفه ده او هڅه کوي له افغانستان څخه نړۍ ته ناوړه تصویر وړاندې کړي."د یادونې ده چې یوناما دا تېره اوونۍ افغانستان کې د روان زېږدیز کال د جولای له پیله د سپتمبر تر وروستۍ نېټې پورې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو خپل تازه رپوټ خپور کړ، چې د ښځو د حقونو، د رسنیو ازادۍ، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیتي پېښو، د پخواني حکومت د چارواکو او د امنیتي او دفاعي اورګانونو د غړو د خوندیتوب، د بندیانو د حقونو او د طالبانو حکومت د عدلیې او قضايي ادارو لخوا د بدني سزاګانو د ورکړې په اړه بېلابېل موضوعات پکې رانغښتل شوي دي. یونام په دغه رپوټ کې ویلي وو چې د دوی د بشري حقونو څانګې په جولای، اګست او سپتمبر میاشتو کې له پنځوسو ډېرې داسې پېښې مستندې کړې، چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د حجاب له لارښوونې د سرغړونې په تور "ښځې نیولې، توقیف کړې او هغوی ته یې خبرداری ورکړی."په دغه رپوټ کې همدا راز زیاته شوې وه، چې د یوناما د بشري حقونو څانګې په دې موده کې د پخواني افغان حکومت د چارواکو او د مخکیني حکومت د دفاعي او امنیتي ځواکونو د لږترلږه څلورو غړو د وژل کېدو او د هغوی خپلسرو نیونو او توقیف ۱۴ قضیې مستندې کړې. د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، له اغلې رباب سره په لیدنه کې د اقلیمي بدلونونونو او د اوبو برخو کې د افغانستان د اړتیاوو او ننګونو د مدیریت، د همکاریو د پراختیا، د دوحې پروسې په چوکاټ کې د خصوصي سکتور د ملاتړ او له نشهيي توکو سره د مبارزې د کاري ډلو د فعالیتونو په څېر پر نورو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.د یادونې ده چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه تازه کابل ته رسېدلې او خپل دنده یې پیل کړې ده.هغه په تېرو پنځو کلونو کې دویمه ښځینه ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشري کوي.
10 hours ago | [YT] | 59
۳۶ کلن شروف د یکشنبې په ماښام هغه مهال تر ډزو لاندې راغی چې د ممبۍ د جوهو سیمې له یوه فوټبال کلبه په موټر کې روان و. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ.bbc.in/47xxw94
12 hours ago | [YT] | 33
د بلغاریا ټرانسپورټ وزارت په وینا د بلغاریا هوايي ځواک د الوتکې د څارنې او خونديتوب لپاره یوه 'میګ-۲۹' جنګي الوتکه هم ور استولې وه. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ.bbc.in/4sdeZIJ
13 hours ago | [YT] | 19
د ۸۰ مترو په اوږدوالي یوې لوکسې تفریحي بېړۍ د روان کال له جولای د اکتوبر تر نیمایي پورې د شمالي کوریا د ونسان ساحل ته نژدې په سپوږمکۍ انځورونو کې څو ځله لیدل شوې ده. د دې بېړۍ تر ټولو د پام وړ ځانګړنه د هغې پر غولي د لامبو ۵۰ متره اوږد حوض دی، چې په یوه برخه کې یې د اوبو د ښویېدلو څو لارې هم شته.تفصیل یې پر بي بي سي پښتو ټکی کام لوستلی شئ، bbc.in/4isV8Sp
1 day ago | [YT] | 20
د بلوچستان په خضدار ضلعې یا ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو د کارګرو په ګډون ۱۸ کسان تښتولي دي. د حکومتي چارواکو په وینا، دا پېښه د ولسوالۍ د نال تحصیل اړوند د بېسار اناري په سیمه کې رامنځته شوې ده.په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم د نال پولیسو د مرکز مشر (اېس ایچ او) غلام مصطفیٰ له قوله وايي، د وسله والو یوه لویه ډله تېره شپه د مرمرو یوې کان او فابریکې ته ورغلې وه.د هغه په وینا، وسلوالو له یاد ځایه ۱۸ کسان یرغمل او له ځان سره بیولي دي. په تښتول شویو کسانو کې د کان د مالک زوی او ۱۷ کارګران شامل دي.چارواکي وايي، هغه کان چې کارګران ترې تښتول شوي د سیمې د یوې قبایلي مخور ملکیت دی. د پولیسو په وینا، بریدګرو له کانه یو لوډر او دوه موټرې هم له ځان سره وړې دي.تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.تېر کال هم په نال سیمه کې د ودانیزو چارو یوه شرکت پر کمپ برید شوی و. بریدګرو هلته ماشینونه سوځولي وو او له لسو زیات مزدوران یې تښتولي وو.هغه تښتول شوي مزدوران د سند ایالت اوسېدونکي وو، چې وروسته خوشي شوي وو.خضدار د بلوچستان له هغو سیمو شمېرل کېږي چې له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ او وسلهوالو فعالیتونو له کبله اغېزمنې دي.په دې سیمه کې د امنیتي پېښو تر څنګ د ودانیزو چارو شرکتونو د کارکوونکو د تښتولو پېښې هم زیاتې شوې دي.خو حکومتي چارواکي وايي چې د سیمې د امنیت د ښه کېدو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات او نور اقدامات روان دي.
1 day ago | [YT] | 66
Load more
BBC Pashto
د پاکستان جیولوژیکل سروې او د خیبر پښتونخوا د کانونو د چارو د ادارې له معلوماتو سره سم، خیبر پښتونخوا او پخوانۍ فاټا د معدني زېرمو بډایه سیمې بلل کېږي. www.bbc.com/pashto/articles/cr78pzpv49d6o
4 hours ago | [YT] | 34
View 1 reply
BBC Pashto
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسي توپ وهونکې صدیقالله اتل د زېمبابوې خلاف په روانه یو ورځنۍ سیالۍ کې سلیزه وکړه.
هغه د زېمبابوې د لوبډلمشر سکندر رضا په توپ له سوځېدو مخکې له څه باندې ۹۲ سټرایک رېټ سره د ۸ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ ۱۰۲ منډې وکړې.
له صدیقالله اتل سره د افغان لوبډلې ښي لاسي پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ د ۱۴۰ منډو نسبتآ اوږده ملګرتیا وکړه.
ابراهیم په ۹۰ منډو وسوځېد.
6 hours ago | [YT] | 160
View 0 replies
BBC Pashto
په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ایمرجنسي او ګورنر راج (والي واکمنۍ) تر نافذېدو وروسته د صوبې د معدني زېرمو او د هغو د استخراج لپاره د ورکړل شويو زرګونو جوازونو او قراردادونو موضوع د تودو بحثونو مرکز ګرځېدلې ده. www.bbc.com/pashto/articles/cr78pzpv49d6o
6 hours ago | [YT] | 18
View 0 replies
BBC Pashto
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، په تېرو څو کلونو کې د دغه هېواد ګڼ شمېر دولتي چارواکي کاناډا، امریکا او بریتانیا کې کوچېدلي او هلته یې دایمي استوګنه پیل کړې ده.
د نوموړي په وینا، دوی له هېواده وتلو او بهر استوګنې ته د یوه منظم پلان له مخې داسې مهال چمتووالی نیولی، چې لا یې د پاکستان په حکومت کې دندې درلودې او ماموران وو.
هغه دا موضوع پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي پیغام کې راپورته کړې ده.
خواجه اصف لیکلي: "له دې څخه د دندې پر مهال هېواد او خپلو دندو ته د دوی ژمنتیا جاجېدای شي."
د پاکستان دفاع وزیر وايي، د پاکستان د حکومتي مامورینو پام له څو کلونو پرتګال ته ور اوښتی په دې برخه کې چې د کومو کسانو نومونه مخ ته راځي، د ده په وینا هغوی "له کلونو راهیسې د حکومت د سترګو تور دي."
خواجه اصف دا پوښتنه هم مطرح کړې چې ایا واقعآ د دندو پر مهال له هېواد سره د هغو کسانو ژمنتیا له هر ډول شک او شبهې پاکه پاتې شوې، چې د نوموړي په وینا "پر لوړو څوکیو ټاکل شوي وي، ولس کې له درناوي برخمن وي، په مشروع او نامشروع لارو یې د شتمنیو ټولو موکې موندلې وي او د سیاستوالو د سترګو تور وي؟"
پاکستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د لوستو او مسلکي کسانو د وتلو (مغزونو فرار) له اړخه له ننګونو سره مخامخ بلل کېږي.
د پاکستان د کډوالۍ او بهر کې د کار ادارې په حواله یوازې تېر ۲۰۲۵ کال له ۷۶۳ زرو ډېر پاکستاني وګړي له هېواده وتلي او بهر یې د کار زمېنه ترلاسه کړې ده.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، په تېرو درېیو کلونو کې دغه شمېر نږدې یو عشاریه ۹ میلیون کسانو ته رسېږي.
له دې سره پر اقتصاد، روغتیا، پوهنې او نورو مهمو برخو باندې د لوستو او مسلکي کسانو د وتلو د بالقوه اغېزو په اړه بحثونه هم ډېر شوي دي.
سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزې او د ښې راتلونکې لټه د دغو کسانو د وتلو عمده لاملونه بلل کېږي.
8 hours ago | [YT] | 21
View 0 replies
BBC Pashto
برازیل له پیله پر لوبه بشپړ کنټرول درلود او د لوبې په لومړیو شېبو کې یې لومړی ګول وواهه. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ.
bbc.in/4sbEvhx
9 hours ago | [YT] | 16
View 1 reply
BBC Pashto
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له نوې مشرې رباب فاطمې سره د "افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا، د راستنېدونکو افغان کډوالو پر بشري اړتیاوو او د مرستو پر اغېزمن تنظیم خبرې" کړې دي.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې "په دې برخه کې له سیاسي موضوعاتو څخه د اقتصادي فعالیتونو او بشري مرستو پر جلا ساتلو او د بشري اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ، د پراختیايي او زیربنايي پروژو د ملاتړ پر زیاتوالي ټینګار وشو."
په بیان کې زیاته شوې چې همدا راز "د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راپورونو او ارزونو په تړاو، د کره او باوري معلوماتو پر کارولو، د واقعي وضعیت پر متوازن انعکاس او له اړوندو افغان ادارو سره د لازمې همغږۍ پر اهمیت هم تاکید وشو."
د یادونې ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو څانګې وروستۍ درې میاشتنۍ راپور د طالبانو حکومت له نیوکو او انتقادونو سره مخامخ شوی دی.
همدا تېره ورځ (یکشنبه د اکتوبر ۱۸مه) د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې یوې غونډې د وینا په یوه برخه کې پر یوناما غږ وکړ، چې د افغانستان په تړاو دې "عیني واقعیتونو" ته په کتو په "بې طرفه توګه" تحلیلي رپوټونه خپروي.
هغه وویل دا عادلانه نه ده چې په دغو رپوټونو کې د افغانستان یا د دوی د حکومت امنیتي او اقتصادي لاسته راوړنې له پامه غورځول کېږي.
ورمخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد هم له یوناما غوښتي وو، چې د یوه بېطرفه نړیوال بنسټ په توګه دې خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ ترسره کړي.
هغه زیاته کړې وه، "د دې پرځای چې یوناما د یو بې پرې نهاد په توګه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نیږدې والي او ورسره د سوء تفاهمونو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، برعکس د یوې مغرضې ادارې په توګه د افغانستان په دننه کې د نظام پرخلاف په پروپاګند مصروفه ده او هڅه کوي له افغانستان څخه نړۍ ته ناوړه تصویر وړاندې کړي."
د یادونې ده چې یوناما دا تېره اوونۍ افغانستان کې د روان زېږدیز کال د جولای له پیله د سپتمبر تر وروستۍ نېټې پورې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو خپل تازه رپوټ خپور کړ، چې د ښځو د حقونو، د رسنیو ازادۍ، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیتي پېښو، د پخواني حکومت د چارواکو او د امنیتي او دفاعي اورګانونو د غړو د خوندیتوب، د بندیانو د حقونو او د طالبانو حکومت د عدلیې او قضايي ادارو لخوا د بدني سزاګانو د ورکړې په اړه بېلابېل موضوعات پکې رانغښتل شوي دي.
یونام په دغه رپوټ کې ویلي وو چې د دوی د بشري حقونو څانګې په جولای، اګست او سپتمبر میاشتو کې له پنځوسو ډېرې داسې پېښې مستندې کړې، چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د حجاب له لارښوونې د سرغړونې په تور "ښځې نیولې، توقیف کړې او هغوی ته یې خبرداری ورکړی."
په دغه رپوټ کې همدا راز زیاته شوې وه، چې د یوناما د بشري حقونو څانګې په دې موده کې د پخواني افغان حکومت د چارواکو او د مخکیني حکومت د دفاعي او امنیتي ځواکونو د لږترلږه څلورو غړو د وژل کېدو او د هغوی خپلسرو نیونو او توقیف ۱۴ قضیې مستندې کړې.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، له اغلې رباب سره په لیدنه کې د اقلیمي بدلونونونو او د اوبو برخو کې د افغانستان د اړتیاوو او ننګونو د مدیریت، د همکاریو د پراختیا، د دوحې پروسې په چوکاټ کې د خصوصي سکتور د ملاتړ او له نشهيي توکو سره د مبارزې د کاري ډلو د فعالیتونو په څېر پر نورو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
د یادونې ده چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه تازه کابل ته رسېدلې او خپل دنده یې پیل کړې ده.
هغه په تېرو پنځو کلونو کې دویمه ښځینه ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشري کوي.
10 hours ago | [YT] | 59
View 1 reply
BBC Pashto
۳۶ کلن شروف د یکشنبې په ماښام هغه مهال تر ډزو لاندې راغی چې د ممبۍ د جوهو سیمې له یوه فوټبال کلبه په موټر کې روان و. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ.
bbc.in/47xxw94
12 hours ago | [YT] | 33
View 0 replies
BBC Pashto
د بلغاریا ټرانسپورټ وزارت په وینا د بلغاریا هوايي ځواک د الوتکې د څارنې او خونديتوب لپاره یوه 'میګ-۲۹' جنګي الوتکه هم ور استولې وه. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ.
bbc.in/4sdeZIJ
13 hours ago | [YT] | 19
View 0 replies
BBC Pashto
د ۸۰ مترو په اوږدوالي یوې لوکسې تفریحي بېړۍ د روان کال له جولای د اکتوبر تر نیمایي پورې د شمالي کوریا د ونسان ساحل ته نژدې په سپوږمکۍ انځورونو کې څو ځله لیدل شوې ده. د دې بېړۍ تر ټولو د پام وړ ځانګړنه د هغې پر غولي د لامبو ۵۰ متره اوږد حوض دی، چې په یوه برخه کې یې د اوبو د ښویېدلو څو لارې هم شته.
تفصیل یې پر بي بي سي پښتو ټکی کام لوستلی شئ،
bbc.in/4isV8Sp
1 day ago | [YT] | 20
View 0 replies
BBC Pashto
د بلوچستان په خضدار ضلعې یا ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو د کارګرو په ګډون ۱۸ کسان تښتولي دي. د حکومتي چارواکو په وینا، دا پېښه د ولسوالۍ د نال تحصیل اړوند د بېسار اناري په سیمه کې رامنځته شوې ده.
په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم د نال پولیسو د مرکز مشر (اېس ایچ او) غلام مصطفیٰ له قوله وايي، د وسله والو یوه لویه ډله تېره شپه د مرمرو یوې کان او فابریکې ته ورغلې وه.
د هغه په وینا، وسلوالو له یاد ځایه ۱۸ کسان یرغمل او له ځان سره بیولي دي. په تښتول شویو کسانو کې د کان د مالک زوی او ۱۷ کارګران شامل دي.
چارواکي وايي، هغه کان چې کارګران ترې تښتول شوي د سیمې د یوې قبایلي مخور ملکیت دی. د پولیسو په وینا، بریدګرو له کانه یو لوډر او دوه موټرې هم له ځان سره وړې دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
تېر کال هم په نال سیمه کې د ودانیزو چارو یوه شرکت پر کمپ برید شوی و. بریدګرو هلته ماشینونه سوځولي وو او له لسو زیات مزدوران یې تښتولي وو.
هغه تښتول شوي مزدوران د سند ایالت اوسېدونکي وو، چې وروسته خوشي شوي وو.
خضدار د بلوچستان له هغو سیمو شمېرل کېږي چې له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ او وسلهوالو فعالیتونو له کبله اغېزمنې دي.
په دې سیمه کې د امنیتي پېښو تر څنګ د ودانیزو چارو شرکتونو د کارکوونکو د تښتولو پېښې هم زیاتې شوې دي.
خو حکومتي چارواکي وايي چې د سیمې د امنیت د ښه کېدو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات او نور اقدامات روان دي.
1 day ago | [YT] | 66
View 1 reply
Load more